د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت به د دوحی په دریمه ناسته کې د خپل دریځ له منلو سره مشروط ګډون وکړي.
ارگ لیکلي، چې نوموړي دغه موضوع د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري ډی کارلو سره په لیدنه کې کړې ده.
په دې ناسته کې ښاغلي کبیر زیاته کړه چې اوس مهال په ټول افغانستان کې مرکزي حکومت حاکم دی چې یو امیر لري او اطاعت یې کوي.
د ریس الوزرا سیاسی مرستیال ویلي چې په اوسني حکومت کې ۸۵ زره ښځې کار کوي.