افغانستانسیمهنړۍ

اسلامي امارت له افغانستان سره د یادو هیوادونو د همدردۍ قدرداني وکړه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د وروستي بشري ناورین او سیلابونو له امله له افغانستان سره د نړۍ، سیمې او نړیوالو سازمانونو د خواخوږۍ او همدردۍ له امله مننه وکړه.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، کويت، پاکستان، ايران، ترکيی، هند، روسيی، چين، ازبکستان، اذربايجان، جاپان، مصر، جنوبی افريقا هېوادونو، امريکا او ملګرو ملتونو سازمان د همکارۍ سازمان اسلام او اروپايی ټولنه؛ دوی له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او اسلامي امارت دا احساس د درناوي وړ ګڼي.

وزارت زیاتوي چې اسلامی امارت د ټولو شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره له سیلاب ځپلو سره د مرستې په موخه جدي اقدامات او چټکې هڅې پیل کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button