رویترز خبري اژانس د هسپانیا د بهرنیو چارو د وزارت له قوله راپور ورکړی چې پرون (جمعی د غویی ۲۸) په بامیان ولایت کې د دغه هېواد درې اتباع وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
تېره ورځ د باميان امنيې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي وو، چې په دغه ولايت کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې د يوه افغان په ګډون درې بهرني اتباع وژل شوي دي.
په داسی حال په افغانستان کې د امريکا د سفارت شارژدافير په باميان کې د بهرنيو سيلانيانو په ګډون پر ملکي وګړو وسله وال بريد غندلى او دا يې بزدلانه عمل بللى دى.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي په باميان کې د بهرنيو سيلانيانو په ګډون پر ملکي وګړو بريد غندلى او د دغه بريد د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي ښودلې او دا يې بزدلانه عمل بللى دى.