د امریکا د استازو مجلس یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له ولسمشر جوبایدن څخه یې غوښتي چې اسرائیل ته وسلې واستوي.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې دغه پریکړه لیک په ۲۲۴ موافقو او ۱۸۷ مخالفو رایو سره تصویب شو.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایدن اسرائیلو ته خبرداری ورکړی و چې پر رفح ښار د برید په صورت کې به دغه هېواد ته د وسلو استول بند کړي.