د تاتارستان د یوه شرکت مسوولینو په افغانستان کې د موټرونو د بسته بندۍ د فابریکی په جوړولو کې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د تاتارستان کاماز شرکت مسوولینو د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزی سره په کتنه کې د دغه ډول همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه وزارت لیکلي، چې دغه شرکت د افغان پانګوالو په ګډې پانګونې سره په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.