د ترکیی په استانبول کې د اسلامی نړۍ د علماوو دوه ورځنۍ مشورتي غونډه د درې مخیز پریکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسیده.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، په دې ناسته کې د اسلامي هېوادونو پر وړاندې پر شته ننګونو او د هغو د حل پر لارو چارو خبرې وشوې.
ويل کيږي چې په دې کتنه کې په اسلامي نړۍ کې د شخړو او جګړو او د هغو ستونزو په باب چې د امت وحدت له ګواښ سره مخامخ کوي مفصلی خبرې وشوې.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب د ترکیی د دینی چارو د ادارې له مشر سره په کتنه کې دا ډول غونډې د اسلامي هېوادونو د ستونزو د هواري لپاره ګټورې وبللې.
د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتی غونډه د دوشنبی په ورځ د ترکیی په استانبول ښار کې پیل شوه او په دې غونډه کې د اسلامی امارت د پلاوي په ګډون د پنځوسو اسلامی هېوادونو استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د اسلامی امارت په استازيتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ګډون کړی و او د دغې غونډې اصلی تمرکز د فلسطین په جګړه کې د شته ننګونو د حل پر څرنګوالی بحث و.