د روسيی ولسمشر څو ساعته مخکې بېجينگ ته ورسېد او د خلق په لوی تالار کې يې د چين د دولت رئيس شی جين پينگ له هرکلي وروسته د هغه د بيا ټاکل کېدو له امله مبارکی وويله او د روسیی د بهرنیو چارو وزیر او د دې هیواد نوي دفاع وزیر بیلوسوف سره خپل مذاکره پیل وکړ.
په داسې حال کې چې روسيه چين خپل عمده سوداګريز ملګری بولي، د چين د دولت رئيس شی جين پينگ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کاليزې په مناسبت دواړه هېوادونه د دوست او باور وړ شريکان وبلل.
پوتين د دې هيله څرګنده کړه چې چين ته يې سفر به د دوه اړخيزو همکاريو د لا پراختيا لپاره د هڅونې لامل شي، پوتين وويل چې د دواړو هېوادونو تر منځ ۹۰ سلنه سوداګريزه راکړه ورکړه په روبلو او يوان کې تر سره کېږي.
په عین حال کې روسیه او چین په دې باور دي چې د اوکراین د کړکیچ سیاسي حل لاره سمه ده او په دې برخه کې د چین دریځ نه دی بدل شوی.
چين او روسيه د نړيوال امنيت او ثبات د ټينګښت په موخه يو بل ته د لا زياتو ګټو د برابرولو لپاره همکاري کوي او دغه دواړه هېوادونه د نړيوال نظام برخه دي چې د ملګرو ملتونو د مرکزي رول نړیوال قوانین او د نړيوال نظم پر بنسټ ولاړ دی.