د روسيی ولسمشر ولاديمير پوتين نن سهار (پنجشنبی د غویی ۲۷مه) له خپل چينايی سيال سره د ليدنې او خبرو اترو لپاره پکن ته ورسېد.
دا په داسی حال کې ده، چې یو شمېر امریکايی رسنیو تحلیل کړي؛ چین ته د پوتین دوه ورځنی سفر به پر اوکراین د روسیی د یرغل په اړه د امریکا د فشارونو په مقابل کې د دواړو هېوادونو “غیر مشروط” ملګرتیا روښانه کړي.
دغه غونډه به د واشنگتن په مشرۍ د رامنځته شوي حکم پر وړاندې د پکن او مسکو د ګډ نړیوال لید سمبول وي.