افغانستانسیمهنړۍ

متقی د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې: اسلامی امارت په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه مثبت نظر لري

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی ویلي، چې په دوحه کې د راتلونکې ناستې د ترسره کېدو په اړه مثبت نظر لري. خو هغه د ځانګړي استازي ټاکل یوه غیر ضروری حل ګڼي.

ښاغلي متقی دا هم وویل چې د نویو میکانیزمونو پر ځای باید د شته دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې له افغان حکومت سره پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې وشي.

امیر خان متقی دغه موضوع په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشی کورومیا سره په کتنه کې مطرح کړه او زیاته یې کړه چې د اسلامی امارت په اړه د سیمې د هېوادونو د تفاهم د کچې په لوړېدو سره، تعاملات زیات شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په راتلونکې غونډه کې د اسلامی امارت د استازي ګډون مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې د افغان حکومت له اجازې پرته د ځانګړي استازي ټاکل حقیقت نه لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button