د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل دیوید مک براید له خبریالانو سره په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د “جنګي جرمونو” په اړه د پټو پوځی اسنادو د شریکولو له امله په ۵ کاله او ۸ میاشتو بند محکوم شو.
د استرالیا ای بی سی شبکه د سه شنبی په ورځ د غویی په ۲۵ مه راپور ورکړ چې مک براید د “د پوځي رازونو د غلا او افشا کولو” په جرم اعتراف وکړ.
همدارنګه، د استرالیا حکومت ادعا کړې چې “هغه اسناد چې مک براید افشا کړي د استرالیا امنیت او دفاع په خطر کې اچوي.”
یوه څلور کلنه څېړنه چې د بریتون راپور په نوم یادېږي، په ۲۰۲۰ کال کې موندلې چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې ۳۹ بې وسلې ملکي بندیان وژلي دي.
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو له افشا کېدو وروسته د دغه هېواد پوځ له نیوکو سره مخ شوی دی.
د استرالیا د دفاع وزیر چارد مارل په دې وروستیو کې ویلي چې د هېواد حکومت یې په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو پر لارو چارو غور کوي، خو تر اوسه دغه پلان نه دی عملي شوی.