د قطری مرستو لومړۍ محموله مزارشریف ته ورسیده
د قطر حکومت په یوه چارټر الوتکه کې د خیمو، کمپلو او درملو په ګډون د ۲۲ تنو په وزن د بشري مرستو لومړۍ محموله په لېږلو سره، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د مولانا جلال الدین محمد بلخي په هوايي ډګر کی د هېواد دولتی چارواکو ته یې وسپارله.
له بلې خوا قطر استازي ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره د بشري مرستو د رسولو د بهیر په دوام کې به همکاري کوي.
همدارنگه د اسلامي امارت یو لوړ پوړی چارواکی په بغلان کې د سیلابونو غمجنې اغیزې یو انسانی ناورین بولي او وایي چې د دغه ولایت خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او مرستو ته سخته اړتیا لري.
خو د سره میاشت ادارې مسوولین او د افغاني سره میاشت ټولنې له مرستندویه هېوادونو او خیریه بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د سره میاشت مرستې وکړي.
د بشري مرستو رسولو بهیر د یو شمېر هېوادونو او خیریه بنسټونو له خوا په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د بغلان ولایت په څو ولسوالیو کې وروستیو سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه او ټپیان کړي او د چارواکو په وینا تر لسو زرو ډېر کورونه په بشپړه او جزوی توګه ویجاړ شوي دي. په لسګونه زره جریبه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.