افغانستانسیمه

د بهرنیو چارو وزیر د ازبیکستان له یوه لوړ پوړي پلاوي سره وکتل

د بهرنيو چارو وزير مولوی اميرخان متقی د ازبیکستان د ترانسپورت له وزير الهام محکموف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د جمهور رييس له ځانګړی استازي عصمت الله ایرگشوف سره په کتنه کې؛ نوموړي د دوه اړخیزو سیاسی او اقتصادی اړیکو پر پراختیا، سیمه ییز اتصال، ترانزیتی او سوداګریزو پروژو، د ګډې پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت پر اهمیت خبرې وکړې.

په دې کتنه کې مولوی امیرخان متقی وویل چې په افغانستان کې ثبات د ازبیکستان، ګاونډیو هېوادونو او سیمې لپاره ښه اساس برابر کړی دی چې د اسلامی امارت د اقتصاد پر بنسټ د سیمه ییز اتصال پالیسي ملاتړ وکړي او د سترو ستراتیژیکو اقتصادی پروژی تطبیق په برخه کې اوسنۍ هڅې ګړندۍ کړي.

د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې داسلامی امارت د اقتصاد پر لور دسيمه ييز اتصال پاليسۍ به په ارمغان کې دسيمې لپاره اقتصادی او امنيتی ثبات راولي.

له بلې خوا د ازبیکستان د ترانسپورت وزیر په دې کتنه کې وویل چې هېواد یې افغانستان ته ځانګړې پاملرنه کوي او د سیمه ییز ترانزیت د مرکز په توګه د اسلامی امارت د تګلارې ملاتړ کوي.

ښاغلي محمکوف زیاته کړه چې د افغان – ترانس پروژې د عملي کار او امکاناتو د پیلولو په موخه یې له ځان سره د ازبیکستانی انجینرانو یو تیم کابل ته راوستی او ټاکل شوې چې یو بل پلاوی هم د افغانستان د ملي یووالی حکومت په همکارۍ د دې پروژې عملي کار پیل کړي. د ریل پټلۍ اداره او اړونده څانګې به دا اونۍ افغانستان ته ننوځي.

په همدې حال کې د ازبیکستان د جمهور رييس ځانګړي استازي په دې کتنه کې وويل چې هېواد يې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره په همکارۍ د دغه هېواد د تاريخی ابداتو او زيارتونو د بيارغونې لپاره چمتو دى.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button