افغانستان
حنفي: له سېلاب ځپلو سره ټول هیوادوال باید همکاري وکړي
د لومړي وزير اداری مرستيال مولوی عبدالسلام حنفي د صنايعو د اوونۍ په مناسبت د ملي او نړيوال نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې له سوداګرو او ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د وروستيو سېلاب ځپلو په ځانګړي ډول د بغلان ولايت له خلکو سره هر څومره ممکنه مرسته وکړي.
ښاغلي حنفی ټینګار وکړ چې دی د ټولنې مصنوعي غړی نه ، بلکه د ټولنې فعال غړی ووسو.
د ریاست الوزرا د دفتر اداری مرستیال دا هم وویل چې افغانستان د صنعتی تولید لپاره مهم او بډایه فاکتورونه لري چې کولای شي د سیمې یو له مهمو صنعتي مرکزونو څخه شي.
ښاغلي حنفی زیاته کړه، د صنعت وده د نورو اقتصادی برخو د ودې لپاره زمینه برابروي او اسلامی امارت په هر لحاظ د هېواد له کورنی صنعت او تولید څخه ملاتړ کوي.