د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزی په پنجشیر کې په يوه عامه غونډه کې وويل چې اوس مهال د هېواد کانونه په ځانګړې توګه د پنجشیر زمرد په شفاف ډول استخراجېږي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې په دې وروستیو ورځو کې له کورنیو او بهرنیو سوداګرو سره د هېواد د کانونو په برخه کې د ۶ میلیارده دالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.
د هغه په وينا، په دې وروستيو ورځو کې په بېلابېلو ولايتونو کې لس صنعتی فابريکی جوړې شوې دي.