د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع نن (پنجشنبی، د غویی۲۰) په یوه مهم بیان کې اعلان وکړ، چې یمنی ځواکونو د عدن په خلیج کې د اسرائیلو پر دوو کښتیو او د هند په سمندر کې یوه بله بېړۍ د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړی دی.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي، سمندری، میزایلو او درون ځواکونو د عدن په خلیج کې د دوو اسرایلي بېړیو “MSC Diego” او “MSC GINA” پرضد ګډ عملیات ترسره کړل.
هغه ټینګار وکړ چې د توغندیو ځواک د هند په سمندر او د عدن په خلیج کې د «MSC VITTORIA» بېړۍ پر وړاندې دوه ځانګړي عملیات ترسره کړي او هدف یې دقیق او مستقیم وو.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند زیاته کړه: مونږ د غزه په ترانکه کی پرمختګونه تعقیبوو او د فلسطین د ولس د بریا لپاره به د خپلو پوځی عملیاتو له زیاتولو څخه ډډه ونه کړو.
په دغه بیانیه کی د یمن وسله والو ځواکونو د تیری او د غزې د ترانکه د محاصری تر ختمیدو پورې د عملیاتو په اعلان شوې سیمه کی د اشغال شوی فلسطین د بندرونو په لور د اسرائیلو د بیړیو د تیریدو په دوام ټینګار وکړ.