افغانستانسیمه

د متحده عربي اماراتو له زندانونو د ۴۲ افغان بندیانو د خلاصون هوکړه وشوه

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، متحده عربی اماراتو د بخښنې د عمومي فرمان پر اساس په دغه هېواد کې د ۴۲ افغان بندیانو د خوشې کولو پرېکړه کړې ده.

ښاغلي تکل زیاته کړه، چې دغه کسان په متحده عربی اماراتو کې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان وو او په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت د هڅو په پایله کې یو شمېر خوشې شوي او نور به په نږدې راتلونکي کې خوشې شي.

د هغه په وينا، له دغو افغانانو څخه يو شمېر يې خوشې شوي او پاتې نور به هم په نږدې راتلونکي کې خوشې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button