د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، متحده عربی اماراتو د بخښنې د عمومي فرمان پر اساس په دغه هېواد کې د ۴۲ افغان بندیانو د خوشې کولو پرېکړه کړې ده.
ښاغلي تکل زیاته کړه، چې دغه کسان په متحده عربی اماراتو کې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان وو او په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت د هڅو په پایله کې یو شمېر خوشې شوي او نور به په نږدې راتلونکي کې خوشې شي.
د هغه په وينا، له دغو افغانانو څخه يو شمېر يې خوشې شوي او پاتې نور به هم په نږدې راتلونکي کې خوشې شي.