د ملګرو ملتو سرمنشی له حماس او صهیونیستی رژیم وغوښتل چې د اوربند موافقې ته د رسیدو لپاره یو بل ګام واخلي.
انتونیو گوتریش ټینګار وکړ: دا یوازینی فرصت دی چې باید له لاسه ورنکړل شي.
هغه په رفح باندې د صهیونیست رژیم د حملې په اړه وویل: په دغه سیمه باندې ځمکنی حمله به د زغملو وړ نه وی ځکه چې دا به ویجاړونکی انسانی عواقب ولری او سیمه به بې ثباته کړی.