ویډیويي راپور

درانه مالي زیانونه په فاریاب کې د سیلابونو له امله

د فاریاب ولایت د سیمه ییزو چارواکو د وروستیو شمېرو پر بنسټ، وروستیو سېلابونو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو بل چراغ او خواجه سبزپوش کې ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

له بلې خوا د فارياب ولايت وياند عصمت الله مرادی وايي: په دغه ولايت کې د وروستيو سيلابونو له امله د استوګنې ١٥٠ کورونه له خپلو ټولو سامانونو سره تر اوبو لاندې شوي دي.
ښاغلی مرادي زیاتوي، چې په دغو ولسوالیو کې د غواګانو ۱۶۰ سرونه، د اوبو یو بند او ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، د انګورو باغونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د ښاغلي مرادی په وینا، د دغه ولایت رهبري پلاوي بېړنۍ ناسته وکړه او د دغه ولایت سکتوری دفتر او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ته یې دنده وسپارله، چې د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورونو په سروې کولو سره بېړنۍ مرستې وویشي.

په همدې حال کې د هېواد يو شمېر ولايتونه د سختو سېلابونو د راوتلو، ځاني او مالي زيانونو د رامنځته کېدو شاهدان دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button