د حج عملی درې ورځنی پروگرام د بلخ ولایت د حاجیانو لپاره پیل شو
په ۱۴۴۵ قمری کال کې د حج عملی لومړنی پروگرام د بلخ ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له خوا د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره چې سږ کال د حج فریضی ادا کولو ته ځي، د روضې مبارک جومات په انګړ کې د درې ورځني روزنیز پروگرام په ترڅ کې پیل شو.
له بلې خوا د حج د مراسمو ويناوالو د حج د عظمت او ځانګړي مقام په اړه خبرې وکړې او د مسلمانانو تر منځ يې پر لا زيات اتحاد او پيوستون ټينګار وکړ.
خو د بلخ ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوی مدیر د حج عملی پلانونه د حاجيانو لپاره مهم بولي او وايي، چې له ټول افغانستان څخه شاوخوا ٣٠زره کسان بيت الله شريف ته ځي، چې له دې جملې څخه ٧٥٨ تنه حاجيان د بلخ ولایت خلک دي.
په دې مراسمو کې يو شمېر حاجيانو د فرضی حج له ترسره کېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې د حج عملي څارنه به له حاجيانو سره مرسته وکړي، چې له کومې ستونزې پرته د حج فريضی ادا کړي.
همدارنگه د حج د لارښوونو يو تن استاد وايي چې د حج د تمثیلی مراسمو ليدل او د سمو ښوونو زده کول د حج په سفر کې د تلونکو خلکو سره مرسته او لارښوونه کوي.
هر کال مسلمانان بیت الله شریف ته نږدې راټولیږي ترڅو نړۍ ته د اسلام عظمت، عزت او کرامت وښيي.