افغانستان
د کندهار – سپین بولدک د اورګاډي پټلۍ د لومړنۍ سروې کار پیل شو
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د کندهار – سپین بولدک د ریل پټلۍ د پروژې لومړنۍ سروې د دې ادارې د تخنیکي تیم او د کندهار ولایت د سیمه ییزو چارواکو له خوا شوې ده.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د کندهار – سپين بولدک د اورګاډي پټلۍ پروژه ٩٦ کيلومتره اوږدوالى لري، چې کندهار ښار له سپين بولدک ولسوالۍ سره نښلوي.