افغانستانسیمه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال د تاتارستان په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره بلنه ورکړل شوه

په افغانستان کې د روسيی سفير ديميتری ژيرنوف د صدراعظم د دفتر له سياسی مرستيال مولوي عبدالکبير سره په کتنه کې وويل چې هېواد يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاريو ته چمتو دى او غواړي چې دوه اړخيزې اړيکې نورې هم پراخې کړي.

په دې کتنه کې ښاغلي ژیرنوف د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال ته بلنه ورکړه چې په هغه نړیواله غونډه کې چې د تاتارستان په کازان سیمه کې جوړیږي، ګډون وکړي.

ښاغلي ژیرنوف همداراز زیاته کړه چې د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د سیمې په ثبات او د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کولای شي.

په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button