افغانستانسیمه

ذکیه وردک د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان سر قونسل له خپلې دندې استعفا وکړه

مېرمن وردک په خپل استعفا لیک کې، چې په ایکس کې خپره شوې، د هغې د استعفا لامل “ځینې منظم بریدونه او بد نومونه” بللي دي.

په همدې حال کې تایمز آف اندیا په یوه راپور کې لیکلي چې دغه افغان دیپلومات او زوی یې له دوبۍ څخه د اماراتو د هوايي شرکت په الوتکه کې د سفر پر مهال سره زر قاچاق کړل.

ذکیه وردک د اشرف غني له خوا د هند په ممبۍ ښار کې وګمارل شوه، خو هغه لومړنۍ “ښځینه دیپلوماته” ده چې له اسلامي امارت سره یې بیعت وکړ او د بهرنیو چارو په وزارت کې یې دنده پیل کړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button