سیمهنړۍ

په نایجر کې د امریکايی پوځیانو اډې ته د روسی پوځیانو راتګ

د پنتاگون یوه جګپوړی چارواکی (د متحده ایالاتو د دفاع وزارت) اعلان وکړ چې په دې وروستیو کې د روسیی یو شمیر پوځی ځواکونه په نایجر کې یوې هوایی اډې ته ننوتلي چې د متحده ایالاتو ځواکونه میشت دي.

د الجزیری وېبپاڼې لیکلی چې په نایجر کې واکمن پوځي رژیم له امریکا غوښتی چې له دغه هېواده دې شاوخوا زر تنه پوځيان وباسي.

یوه جګپوړی امریکايی چارواکی چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې څرګنده کړه چې روسی ځواکونه به له امریکايی ځواکونو سره یو ځای نه شي، بلکې په پلازمینه نیامی کې د دیوری حمانی نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په101 هوايی اډه کې به له یوه جلا ځای څخه کار واخلي.

په واشنگتن کې د نایجر او روسیی سفارتونو تر اوسه د نظر غوښتنی، غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د روسیی د پوځ دغه اقدام امریکايی او روسی پوځیان له یو بل سره نږدې کوي، چې له افغانستان د امریکايی ځواکونو له وتلو وروسته په نایجر کې د امریکايی تاسیساتو د برخلیک په اړه هم پوښتنې راپورته کوي.

په نایجر کې له کودتا وروسته د امریکا پوځ په نایجر کې خپل یو شمېر ځواکونه له101 هوايی اډې څخه د آکادیس ښار201 هوايی اډې ته انتقال کړل، خو تر اوسه په101 هوايی اډه کې د پاتې امریکايی پوځي تجهیزاتو په اړه معلومات نشته.

باید وویل شي چې له نایجر څخه د احتمالی وتلو سربیره په تیرو څو ورځو کې امریکايی سرتیري هم له چاد څخه ووتل او فرانسوی سرتیری هم له مالی او بورکینا فاسو څخه وایستل شول.

د نایجر چارواکو د ولسمشر جوبایدن ادارې ته خبر ورکړ چې شاوخوا 60 روسی سرتیری به په نایجر کې ځای پر ځای شي، د متحده ایالاتو چارواکي وویل، که څه هم امریکایی چارواکی دا شمیر نه شي تایید ولی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button