افغانستان
په سمنگان کې د موتر چپه کېدو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوی دي
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع پرون (پنجشنبی د غویی ۱۳مه) په سمنگان ولایت کې د یوه مازدا ډوله بار وړونکي موټر د چپه کیدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې په دغه پیښه کې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې پیښه کې ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي قانع زیاته کړه، دا پېښه د دره صوف ولسوالۍ د چپچل کوتل په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې موټر د چلوونکی له کنټروله وتلی و او له سرکه د تېرېدو له امله چپه شو.