د الجزیری په حواله، هغه لیکلی: د ترینداد او توباګو حکومت نن جمعی د غویی ۱۴مه) اعلان وکړ چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی دی.
دغه کارابییب هیواد په دې خبرې ټینګار سره چې دغه اقدام د دوامداری سولې له هدفونو سره سم ترسره شوی دی په یوه بیانیه کی څرګنده کړه: د فلسطین په رسمیت پیژندل یوه اخلاقی او عادلانه خبره ده.
د دې بیانیی په دوام کی راغلي دي: د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندنه د فلسطین د خلکو مشروع غوښتنې او د هغوی د ملاتړ څرګندونه کوي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل د دوشنبی پر ورځ وویل: د اروپايي ټولنې ډېری هېوادونه به د مې میاشتې تر پایه فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.