سپورتویډیويي راپور

په مزارشریف ښار کې د تکواندو د «جام گل سرخ» پنځلسم پړاو

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په حضور کې د هېواد د ۱۴ ولایتونو د ۲۰ تیمونه ترمنځ د پیځلسم دورې د «جام گل سرخ» تر سرلیک لاندې د تکواندو سیالۍ د بلخ ولایت د بدني روزنې د رئیس په حضور کې پیل شوې. په مزارشريف ښار کې د دې ولايت د تکواندو فدراسيون د رييس، ورزشکارانو او لسګونو نندارچيانو په شتون کې د دوو ورځو لپاره پرانيستل شو.

چارواکي وايي، د دې تورنمنت له پیلولو یې موخه د غوره څېرو پېژندنه ده، څو ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي او دا تورنمنت په هېواد کې له ملي لوبو وروسته دویم تورنمنت دی، چې هر کال ترسره کېږي.

د بلخ د بدني روزنې مسوولين له ورزشکارانو د ملاتړ خبره کوي؛ په همدې حال کې ورزشکارانو د دغو لوبو په ترسره کولو ټينګار وکړ او له حکومت څخه يې د لا زيات ملاتړ غوښتنه وکړه.

تکواندو یوه جالبه او په زړه پورې لوبه ده چې دوه کسان په کې یو له بل سره سیالي کوي، که چیرې یو له خپل سیال څخه زیاتې نمرې ترلاسه کړي او یا یې ماتې وخوري، نو مخالف یې له ماتې سره مخ کیږي او ګټونکی اعلانیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button