د کندهار رسنیز مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ښځو د څانگی ځانګړې استازې الیسن دایویدیان کندهار ته د خپل سفر پر مهال د کندهار له مرستیال والی حیات الله محب سره وکتل او د ښځو پر ستونزو یې خبرې وکړې.
د خبرپاڼی د معلوماتو له مخې، مېرمن دایویدیان ډاډ ورکړ، چې په کندهار کې به خپل فعاليتونه پراخ کړي.
همدارنگه ښاغلی محب په کندهار کې د میندو او ماشومانو لپاره د یوه طبی روغتون د جوړولو غوښتنه وکړه.