د هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې پرون (چهارشنبی د غویی ۱۲مه) ۸۳۸ افغان کډوال له پاکستانه په زوره ایستل شوی او د تورخم او سپین بولدک د فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په ځينو راستنو شويو کورنيو نقدی مرستی وېشل شوې او ځينې يې د اړتيا وړ مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.