ویډیويي راپور

په بلخ ولایت کی د می د میاشتې دریمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د مې دریمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ په مزارشریف کې د خبریالانو، د رسنیو د مسوولینو او د بلخ د سیمه ییزو ادارو د ویاندانو په حضور کې ونمانځل شوه.

خو د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د بيان د ازادۍ په اړه د دغه ولايت د سيمه ييزې ادارې د حساب ورکونی او له خبريالانو او د مطبوعاتو له ازادۍ څخه د افغانستان د اسلامی امارت د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

د رسنیو یو شمېر مسوولینو چې د ژورنالیزم د اهمیت، لاسته راوړنو او د خبریالانو پر وړاندې پرتې ننگونی یې په کنفرانس کې خبری وکړی، د ادارو د مسوولینو د حساب ورکونې په موخه یې د لا زیاتې همغږۍ اړتیا په گوته کړه او په پروګرامونو کې یی د ښځینه خبریالانو د شتون غوښتنه وکړه ژورنالیزم باید خپل موقف ته درناوی وکړي.

له بلې خوا د رسنيو يو چارواكی د اشغالگرو صهيونیست رژيم د جنايتونو او په فلسطينی سيمو كی د خبريالانو د قتل عام په غندلو سره د جنگ د ختمولو او د خبريالانو د وژلې د عاملينو د محاكمه كولو غوښتنه وكړه.

خو د بلخ ولايت د امنيی قوماندانۍ وياند له خبريالانو وغوښتل چې داسلامي اصولو او د نظام په وړاندې خپل انسانی مسووليت ته په کتو سره عمل وکړي .

په همدی حال کې دا ورځ هر کال د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بیان ازادۍ ته د دولتونو او ولسونو د ژمنو د تازه کولو او پیاوړتیا په موخه لمانځل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button