سیمهنړۍ

د غزی د جگړې د شهیدانو شمېر ۳۴ زره ۵۹۶ تنو ته لوړ شو

په غزه کی د فلسطین د عامی روغتیا وزارت نن (پنجشنبی، د غویی۱۳ مه) اعلان وکړ چې د صهیونیست رژیم جنایتونه د پرله پسې ۲۰۰می ورځې لپاره هم دوام لری او د غزې په جنګ کی یې د شهیدانو او زخمیانو نوی شمیر اعلان کړ.

د غزې د عامي روغتیا د وزارت د بیان له مخې صهیونیستی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کی درې نوي جنایتونه ترسره کړل چې له امله یې ۲۸ تنه شهیدان او ۵۱ تنه نور ټپیان شول چې په دې توګه د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیتی څخه د دغې جگری د شهیدانو شمیره اوولس ته ورسیده او د ټپیانو شمېر ۳۴ زره ۸۱۶ تنو ته ورسېد.

په همدی حال کې د غزی د ملکی دفاع ادارې اعلان وکړ چې لږ تر لږه لس زره فلسطینیان تر خاورو لاندې دي او د خاورو لاندې د زرگونو جسدونو د راتولیدو او د ساری ناروغیو د خپریدو خبرداری یې ورکړی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button