افغانستانسیمه

تېره ورځ له پاکستانه تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال په زوره ایستل شوي وو

د هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې پرون (چهارشنبی د غویی ۱۲مه) ۸۳۸ افغان کډوال له پاکستانه په زوره ایستل شوی او د تورخم او سپین بولدک د فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په ځينو راستنو شويو کورنيو نقدی مرستی وېشل شوې او ځينې يې د اړتيا وړ مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button