نړۍویډیويي راپور

د حرفوي خوندیتوب او روغتیا نړیواله ورځ او د کارګر نړیواله ورځ په مزار شریف کی ولمانځل شوه

د کار د نړیوالې ورځې په مناسبت په بلخ ولایت کې د کار د خوندیتوب او روغتیا په اړه د یوه کنفرانس په ترڅ کې چې د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو، په افغانستان کې د کار د نړیوال سازمان د استازې، ځوانانو، ښځو او نجونو په ګډون جوړه شوې وه ونمانځل شوه.

په دې کنفرانس کې ويناوالو د کارگرانو پر وړاندې د شته ننگونو پر حل او په هېواد کې د سالم او خوندي کاري چاپېريال پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.

اړونده مقالې

له بلې خوا د بلخ ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس د کار له نړيوال سازمان، موسسو او بنسټونو څخه وغوښتل چې د شته ننګونو د حل او د کار د زمينې د رامنځته کولو لپاره دې له دغه رياست سره په همغږۍ کار وکړي.

په همدا حال ، د کار نړیوال سازمان استازي په کار کې د روغتیا او خوندیتوب په رامنځته کولو ټینګار وکړ او په ټوله نړۍ کې د 2 ملیارد څخه زیاتو خلکو لپاره د اقلیم د بدلون د ډیریدونکی خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

د بلخ ولايت د کارگرانو او د ملی اتحاديی مشر د دغه ولايت د فابريکو له خاوندانو او کارگرانو وغوښتل چې په خپلو پلانونو کې د کارگرانو ملی امنيت ته لومړيتوب ورکړي.

د کارگر نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې بې وزلي او پراخې بېکارۍ د بې کيفيته کارونو او د کار د نړيوالو قوانينو د نه مراعاتولو له امله هر کال لسگونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دې برنامې د ترسره کولو هدف د حرفوی خوندیتوب اهمیت ملاتړ کول او د کار ځای کې د پیښو او حرفوی ناروغیو مخنیوي ته وده ورکول دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button