افغانستان
تازه : | په هرات کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو برید ۷ تنه شهیدان او ټپیان کړل
د لومړنیو راپورونو په اساس د هرات ولایت د گذره ولسوالۍ په اندیشه ښارګوټي کې د امام زمان (ع) په جومات د جمعې د لمانځه پر مهال د وسله والو په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷ تنه شهیدان شوي دي.
په همدا حال کې ویل کېږي چې ښاغلی جاوید د جومات امام او یو شمېر مومنان هم په شهادت رسېدلي او امنیتی سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.