سیمهنړۍ

واشنگتن پوست: په امریکا کې د محصلینو د مظاهرو په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۰۰ کسان نیول شوي دي

واشنگتن پوست ورځپاڼې خبر ورکړی، چې امریکايی پولیسو په تېرو لسو ورځو کې د دغه هېواد په ځینو پوهنتونونو کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیولي دي.

تر دې مخکې امریکايی رسنیو د ۵۰۰ محصلینو د نیول کېدو خبر ورکړی و. د دغه راپور له مخې، دغه احصایه په وروستیو کلونو کې د امریکايی پولیسو له خوا د محصلینو د نیولو تر ټولو لوړه شمېره ده او کارپوهان دا د پولیسو لپاره یوه جدي ننګونه ګڼي.

دې امریکايی ورځپاڼی په ځینو مواردو کې له لاریونو سره د پولیسو او د قانون د پلي کوونکو چلند لوستی دی چې د تورپوستی تبعه( جورج فلوید) د وژل کېدو په اعتراض کې چې د توقیف پر مهال د پولیسو له خوا ساه ورکړه شوې وه، د امریکا د پولیسو له تاوتریخوالي سره همغږي دي.

دې امریکايی ورځپاڼی په ځینو مواردو کې له لاریونو سره د پولیسو او د قانون د پلي کوونکو چلند لوستی دی، لکه د تورپوستی تبعه (جورج فلوید)د وژل کېدو په اعتراض کې چې د توقیف په وخت کې د پولیسو له خوا ساه ورکړه شوې وه،وبلل شوه‌.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button