ویډیويي راپور

د سیلانیانو تک راتک په سمنگان ولایت تاریخی او لرغونو سیمو ته زیات شوی دی

سمنگان ولایت د هېواد په شمال کې یو له لرغونو ولایتونو څخه دی چې د ګڼو سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی دی.

د سمنگان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې د دغه ولايت د تفريحي او تاريخي ځايونو د ليدو لپاره د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو شتون زيات شوى دى.

د دې رياست مسوولين وايي: په تېره يوه مياشت کې څه د پاسه دوه زره کورنيو سيلانيانو او له پنځوسو زياتو بهرنيو سيلانيانو د دغه ولايت له تفريحي او تاريخي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.

د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رييس د سمنگان ولايت د تاريخي سيمو او لرغونو سيمو د بيارغونې او ساتنې پر دوام ټينګار وکړ.

د سمنگان ولايت امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د هر اړخيز امنيت په اړه ډاډ ورکوي او وايي چې سيلانيان کولاى شي له کومې اندېښنې پرته د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ليدنه وکړي.

په همدی حال کې يو شمېر سيلانيان د دغه ولايت له بشپړ امنيت او د تاريخي ځايونو په ليدو خوښي څرګندوي.

د سمنگان ولایت د تخت رستم، د زنده جان دره، د جهان نما باغ او لسګونه تاریخي او تفریحي ځایونه هر کال د ګڼو بهرنیو او کورنیو سیلانیانو پام ځانته اړوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button