د صنایعو او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي، چې په فراه ولایت کې د یوه ملي سوداگر له خوا د څه باندې دوه سوه زره امریکایی دالرو په لګښت د اوړو د تولید فابریکه پرانیستل شوه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دغه فابریکه په ورځ کې د ۴۰ تنو اوړو د تولید ظرفیت لري او ۳۰ تنو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د دې فابريکې توليدات د فراه ولايت د بازارونو په ګډون د کندهار او غزنی ولايتونو په بازارونو کې وېشل کېږي.