افغانستانویډیويي راپور
له وروستیو اورښتونو په هیواد کی د بلخ کروندگر خوښ دي
د بلخ ولایت یو شمېر کروندګر او بڼوال په هېواد کې له وروستیو اورښتونو خوښي څرګندوي او وايي، چې سږ کال موسمی اورښتونو د ښه حاصلاتو لپاره د خلکو هیلې زیاتې کړې دي.
دوی وايي، چې د سرې ونې مېوی د تېر کال په پرتله ښې او گتوری دي؛ دوی له دولت څخه په کلکه غواړي چې د دوی د ملاتړ لپاره یو سړه خونه جوړه کړي، څو وکولای شي خپلې میوی له افغانستانه بهر صادرې کړي.
په ورته وخت کې د بلخ د کرنی ریاست مسوولین د ۱۴۰۳ کال د مني په کمپاین کې له کروندګرو سره د ملاتړ په موخه د دغه ریاست د نویو پروګرامونو په اړه معلومات ورکوي او وايي: دوی په یادو سیمو کې له ملخانو سره د مبارزې پروگرام په دهدادی، چمتال، البرز، شولگر او زاری ولسوالۍ. کی لاره اچولی دی
د بلخ د کرنی، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال ۱۷۶،۱ ملي متر اورښت شوی، چې کروندگر یې خوشبین کړي دي.