د ځینو پاکستانی رسنیو د راپور پر بنسټ، دغه پرېکړه د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې په غونډه کې شوې ده.
هغه کډوال چې (پی او آر) کارتونه لري باید له پاکستان څخه د غیرقانونی مهاجرینو د ویستلو په دریم پړاو کې بیرته هیواد ته راستانه شي.
په ورته وخت کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت احصایی ورکوي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو د دویم پړاو له پیل راهیسې تر ۸ زره ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو مرستیال عبدالرحمن راشد وویل: “په دې ۱۵ یا ۱۶ ورځو کې له پاکستان څخه ۸۰۰۰ افغان مهاجرین راغلي دي.”
په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د پاکستان د حکومت له وروستي اقدام څخه خوښ دي. خو دوی وايي چې په دې هېواد کې د دوی ننګونې ورځ په ورځ زیاتېږي. دغه کډوال غواړي چې په پاکستان کې د اوسېدو موده وغځوي.
په همدې حال کې اروپايی ټولنې په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې د مهاجرت له نړیوال سازمان سره د ۱۷ میلیونه یورو د مرستې تړون لاسلیک کړی دی.