د تاپی پروژې اجرایوي رییس محمد مراد امانوف وویل، ترکمنستان ژمن دی چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د سیمې له هېوادونو سره د تاپی پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي.
د پاکستانی رسنیو د راپور له مخې نوموړي دغه څرګندونې په پاریس کې د انرژۍ په برخه کې د ترکمنستان د پانګونې په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې هېواد یې د تاپی پروژې په برخه کې پرمختګ کړی دی.
امانوف څرګنده کړې، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نل لیکې د غځولو چارې بشپړې شوې او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر د دغې پروژې د پرمختګ په اړه خبرې روانې دي.