سیمه

حماس: د اوربند په اړه مو د اشغال ځواب ترلاسه کړ

د فلسطین خبری سرچینو اعلان وکړ چې په غزې کی د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ مرستیال«خلیل الحیا» نن سهار (شنبی د غویی ۹ مه) وویل: نن مو د صهیونیستی رژیم د دغه دریځ په اړه رسمی ځواب ترلاسه کړ. د حماس غورځنګ د خبرو اترو په اړه، چې د اپریل په دیارلسمه نیټه قطري منځګړو ته لیږل شوی و او مصر ته وسپارل شو.

الحیه په یوه بیان کې له نورو جزئیاتو پرته څرګنده کړه: د حماس غورځنګ دغه وړاندیز څېړي او له څېړنو وروسته به خپل غبرګون وښيي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي وو چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره د قطر او مصر نوې هڅې روانې دي.

هغه زياته کړه، چې د بنديانو د تبادلې په اړه په خبرو اترو کې نوې ګړندۍ شوې، خو د خوشبيني لامل يې په ډاګه نه کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قاهری له اعلان سره سم یو مصری امنیتي پلاوی د فلسطین د مسئلې د کارپوهانو په ګډون د جمعی په ورځ تل اویو ته ورسېد چې په غزه کې د اوربند لپاره د یوه جامع چوکاټ په اړه خبرې وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button