افغانستانسیمه

مالیزیا له افغانستان سره د سایبر امنیت او دیجیټل جرمونو په برخه کې خپلې تجربی شریکوی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی د مالیزیا له پلاوي سره چې په کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو او د دغه هېواد د لومړي وزیر له ځانګړي استازي ګډون درلود، وکتل.
خلیفه سراج الدین حقاني په دې کتنه کې وویل چې اوس مهال افغانستان یو ازاد هېواد دی، ملي امنیت تامین شوی او د افغانانو ترمنځ یووالی ټینګ شوی دی.

ښاغلي حقانی همداراز زیاته کړه چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو او مالیزیا سره چې د اسلامي نړۍ یو پرمختللی هېواد دی؛ ښې او نږدې اړیکې غواړي. له همدې امله افغانستان د دغه هېواد له تجربو ګټه اخلي چې د افغانستان له تاریخي او جغرافیای موقعیت سره سم وي.

په همدې حال کې په دې کتنه کې د مالیزیا پلاوي د سایبر امنیت او دیجیټل جرمونو په برخه کې د مالیزیا د ظرفیتونو او هڅو په اړه د معلوماتو په ورکولو سره وویل چې هېواد به یې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

په دې کتنه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې، د پوليسو د روزنې او همکارۍ او په نورو برخو کې د تجربو پر تبادلې هم خبرې وشوې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button