د اسرایلی رژیم د مالیې وزیر بزالل اسموتریچ د ایکس ټولنیزې شبکې په خپله شخصي پاڼه کې لیکلي دي: «موږ باید په ټول سرعت سره رفح ته داخل شو او د غزې کې تر بشپړې تباهۍ پورې عملیاتو ته تر ممکنه حده دوام ورکړو. ”
هغه همداراز د اسرائیلی بندیانو د خلاصون او د اوربند په اړه د خبرو اترو په مخالفت کې لیکلي دي: «د هغو خبرو اترو پر ځای چې د اسرائیلو امنیت ته زیان رسوي، موساد باید د حماس د مشرانو د وژلو دورې ته ور وګرځي».