سعودی عربستان په غزه کی دصهیونیست رژیم د جنګی جنایتونو دوام وغانده
د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کی دصهیونیست رژیم د جنایتونو په غندلو سره په غزې د صهیونیستی رژیم د حملو او په باریکه روغتونونو کی د ډله ایزو قبرونو د کشفولو په دوام کی د صهیونیست رژيم د جنایتونو وغندل چی سره له دی په دی وروستی کی د غزې په جنوب کې د خان یونس په ښار کې دصحی ناصر کمپلیکس کې قبرونه کشف شول.
د غزې د ملکی دفاع وزارت اعلان وکړ چې په خان یونس کې د ناصر روغتون په ډله ایز قبر کې د موندل شویو جسدونو شمیر ۲۸۳ تنو ته رسیدلی چې صهیونیستی پوځ له ډیرو جنایتونو وروسته له سیمې څخه ایستلي دي.
د سعودي عربستان دبهرنیو چارو وزارت په خپله بیانیه کی ویلي دي چې د اشغالگرو رژیم له خوا له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې لپاره د حساب ورکونې د میکانیزمونو په فعالولو کی د نړیوالې ټولنې ناکامي به د نورو سرغړونو او د بشري ناورینونو او ورانیو د زیاتیدو سبب شي.
د رای لوم ورځپاڼې د راپور له مخې، سعودی عربستان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د غزې په ولسی وګړو د صهیونیست رژیم د حملو د بندولو مسوولیت په غاړه واخلی او دغه رژیم ته د هغو عامو وژنو په سزا ورکړی چې ترسره کړی دی.