سیمهنړۍ

د نتانیاهو د نیولو د امر د احتمال په اړه اسراییل اندیښنه لري

د اسرایل 12 چینل راپور ورکړی چې اسراییلو ته رسیدلی پیغامونه د نړیوالې جنایی محکمی لخوا د لوړ پوړو اسراییلي چارواکو د نیولو امر صادرولو احتمال په ګوته کوي.

اسراییلی چارواکی په دې اړه اندېښمن دي او د نتانیاهو په دفتر کې یې په یوه غونډه کې په دې اړه بحث کړی دی.

ویل کیږي چې د اسراییلی چارواکو د نیولو امر صادرول د متحده ایالاتو په شنه څراغ سره ترسره شوي.

نتانیاهو د جرمونو د نړیوالې محکمې د قضیی په اړه د بریتانیا او جرمنی د بهرنیو چارو له وزیرانو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button