د مزارشريف ښار په علی اباد ښارګوټی کې د يوې ورځې لپاره د کورنۍ او مهدويت روزنيز پروگرام جوړ شو
د مزارشريف ښار په علي آباد ښارګوټی کې د حضرت خاتم الانبياء په لیسه کې د کورنۍ او مهدويت پروگرام د يوې ورځې لپاره ترسره شو، چې د دغه ښار يو شمېر کورنيو او ځوانانو په دغه روحانی کنفرانس کې ګډون کړی و.
حجت الاسلام والمسلمین علی فاطمی چې یو له هغو دیني عالمانو څخه دی چې په دغه روحانی کنفرانس کې یې د کورنۍ پروگرام د قرآن او مهدیت له نظره د تشریح او توضیح په موخه خبرې کولې، د کورنۍ په موقف باندې یې ټینګار وکړ. امام معصومین (ع) څرګنده کړه چې کورنۍ د مهدیت د پروگرامونو په سر کې ده.
ښاغلي فاطمی ټینګار وکړ چې ځوانان باید په اوسنیو شرایطو کې د امام زمان(ع) د سیرت او د هغه د ژوند کرښې تعقیب کړي.
دغه دینی عالم زیاته کړه: د هر مسلمان لپاره لازمه ده چې په مهدیت کی ګډون وکړي او د امام زمان(ع) له علم څخه ګټه پورته کړي.
د دغې غونډې په څنډه کې يو شمېر ځوانو ميرمنو د اسلام له نظره د کورنۍ په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د خوشالۍ د ترلاسه کولو غوره لاره په ديني پروگرامونه کې پناه اخيستل او د امام عصر (رح) او اهل بیت (ع) پوره درک کول دی.
په مزارشریف ښار کی د امام زمان (ع) پروگرام په داسې حال کی په لاره اچول شوی چې یو شمیر ځوانان په دې باور دی چې د خوشحالۍ لاره د امام مهدی (ع) مکتب ته تلل دی.