په کندهار کې له جګړې څخه د راکت چاودنه؛ پنځه ماشومان مړه او ژوبل شول
د کندهار سیمه ییز چارواکی وايي، د دې ولایت په معروف ولسوالۍ کې د جګړې له امله د یوه راکت د لګېدو له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دکندهارولایت داسلامي امارت یوتن سیمه ایزچارواکی وایې چې نن سهار(د غویی ۴ مه)د معروف ولسوالۍ اړوند دشخکی په کلي کې هغه مهال چاودنه ترسره شوه چې یوه ډله ماشومانوپه راکت سره لوبې کولې.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې درې ماشومان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي. سرچينې زياته کړه، چې په وژل شويو او ټپيانو کې دوه وروڼه او بل ماشوم يې د تره زوى دى.
سرچينې آوا خبری اژانس ته وويل، چې ټپيان د کندهار ښار ميروس روغتون ته لېږدول شوي دي.
هر وخت د دغه ډول مهماتو د چاودنې قربانيان د هېوادوالو په ځانګړې توګه ماشومان اخلي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې درې میلیونه وګړي د ماینونو، چاودېدونکو توکو او د جګړې له پاتې شونو پاتې شویو چاودېدونکو توکو څخه په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي.