د خوړو او درمل د ملي ادارې ریاست په بلخ کی پرانیستل شو
په مزارشريف کې د خوراکی او درمل د ملی ادارې عمومي رياست د بلخ ولايت د سيمه ييزو چارواکو، د دولتی ادارو د رئيسانو، ملی سوداګرو او داکترانو په ګډون د رسنيو په حضور کې په رسمي ډول پرانيستل شو.
دبلخ والی الحاج محمديوسف وفا په بلخ کې د درمل او خوراکی توکو په ارزښت خبرې وکړې او ددغه ولايت له ښاريانو څخه يې وغوښتل چې ددغه ملی درمل او خوراکي توکو له رياست سره همکاري وکړي.
د بلخ والی د خپلو خبرو په يوه برخه کې د درمل او خوراکی توکو په برخه کې پر مثبتو پانګونو ټينګار وکړ او د هېواد له ملي داکترانو او سوداګرو يې وغوښتل چې د دغه رياست پر وړاندې خپل دينی او اسلامی مسووليتونه ادا کړي.
ښاغلي وفا له سوداګرو او د خوراکی توکو له واردونکو وغوښتل، چې له صداقت او ایمان څخه کار واخلي او هېواد ته سالم خوراکی توکی او مصالحې وارد کړي، ترڅو افغانستان د سوکالۍ پر لور ګام واخلي.
په دې کنفرانس کې د ملی درمل او خوراکی توکو د ادارې عمومی رييس داکتر عبدالباری عمر دغه اداره يوه خپلواکه اداره وبلله او په هېواد کې يې د دغې ادارې په موثريت او د خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټينګار وکړ.
هغه وويل: د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د مصالحی او خوراکی توکو د ملي ادارې واحدونه فعال دي. نوموړي په مزارشريف ښار کې د دې برخې پرانيستل د بلخيانو په ګټه وبلل.
ښاغلي بريالی د هېواد ملي سوداګر وباله او ويې ويل: د ناروغانو د طبی اړتياوو د پوره کولو لپاره په شمال کې د درملو جوړولو ستر شرکت ته اړتيا ده.
د اطفالو متخصص داکتر نوروز صابری ترنر د دغه رياست د اداری واحدونو له فعاليت څخه خوښی څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د دې څانګې په فعالېدو سره به په طبی څانګه کې ښه کيفيت احساس شي.
په ورته وخت کې د هېواد په شمال کې د درمل جوړولو د برخې مسوولین وايي: د سرپرست حکومت په راتګ سره د درملو تولید له ۵ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړ شوی دی.