افغانستانویډیويي راپور
د تاشقرغان شيرخ پخلی له خوا د غوره شيريخ خوندونو د جوړولو او عرضه کولو پروسه په مزار شریف ښار کی
شیریخ يو له هغو خوږو او خوندورو خوندونو څخه دی چې په مزارشريف کې يې ډېر مينه وال لري. هر کال زموږ په زرګونو هیوادوال چې دې ښار ته راځی د دې ښار له دودیزو خواړو او خوندور شیرخانو خوند اخلي.
د هېواد په شمال کې د تاشقرغان شيریخ او ژاله د هر ډول شيرخونو تر ټولو غوره توليدوونکى او عرضه کونکى دى، چې هېوادوالو ته له اووه ډوله شيرخونو څخه ډېر وړاندې کوي.
د دې شیریخ پزی ډېری پېرېدونکی د نورو ولایتونو مسافر او ښاریان دي، په تېره بیا “کابلیان”.
د يادونې وړ ده، چې بلخ ولايت ته سيلانيان د کال په اوږدو کې د مزارشريف د شېرخونو خواږه خوندونه او خوږې خاطرې له ځانه سره وړي.