سیمه

د ایران ولسمشر اسلام آباد ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې ولاړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسی به نن (دوشنبی، ۳ غویی) د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ دغه هېواد ته سفر وکړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی رئیسی به د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره وګوري او لاهور او کراچۍ ته به ولاړ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې به دواړه لوری د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button